د بهرنیو چارو وزارت وایي، هیڅ یو هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي.
د دې وزارت ویاند جانان موسي زي نن آزادي راډیو ته وویل چې افغانستان یو خپلواک هیواد دې.
جانان موسي زی دغه څرګندونې پداسې حال کې کوي چې تر دې مخکې په بهرنیو او امنیتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز له یو خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو چې پاکستان چمتو دې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي خو پدې شرط چې هند له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د قدرت خلا د ډکولو هڅه ونکړي.