یونسیف: د کورنیو جګړو پرمهال هره ورځ کم از کم ۵ ماشومان وژل کیږي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونسیف وایي چې؛ په افغانستان کې د کورنیو جګړو پرمهال هره ورځ کم له کمه پنځه ماشومان وژل کیږي.

د دې ادارې مسوولینو نن په کابل کې د ماشومانو د وضعیت د رپوټ خپرولو په برخه کې د رسنیو د رول په هدف جوړه شوې غونډه کې د ماشومانو د ژوند ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د یونسیف ویاند عزیز فروتن آزادۍ راډیو ته وویل
(سږ کال په پام کې لرو چې له اتیا خبریالانو سره کار وکړو او هغوی ته د ماشومانو د ژوند د رپوټ خپرولو په هکله ځینې زده کړې ورکړو).

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان وجهي صندوق یا یونسیف وایي چې رسنی باید د ماشومانو د ژوند په هکله رپوټ داسې خپور کړي چې د هغوی هویت ته زیان ونه رسیږي.