د ملګرو ملتونو امنیت شوری د پنځو دائیمي غړيو هېوادونو استازو په نیویارک کې غونډه وکړه او د سوریې په اړه د پریکړه لیک په متن یي بحث وکړ.
د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو لپاره د روسیې او امریکا د پلان د عملي کیدو لپاره د امنیت شوری پریکړه لیک یو مهم او اصلي ګام بلل کیږي.
ډپلوماټانو ویلې، په ملګرو ملتو کې د بریتانیا، چین، روسیې، فرانسې او متحده ایالاتو استازو د سې شنبې په ورځ د پریکړه لیک د مسودې په اړه بحث کې زیات پرمختګ ونه کړ او نن به بیا سره جرګه شي.
د امنیت شوری د پریکړه لیک متن بریتانیا، فرانسې او د امریکا متحده ایالاتو په ګډه برابر کړې دی.
لندن، پاریس او واشنګټن غواړي که چیرې د بشار الاسد رژیم د کیمیاوې وسلو د لري کولو په اړه خپلې ژمنې عملې نه کړې، د قوي استعمال ته دې دروازې خلاصي وي. روسیه بیا د دغه کار مخالفت کوي.
په دې اړه مخالفتونه د سې شنبې په ورځ په مسکو کې د روسیې او فرانسي د بهرنیو چارو د وزیرانو په څرګندونو کې په ډاګه شول.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لارین فابیوس وویل، په دې کې هیڅ شک نشته چې دمشق ته نږدې کیمیاوي حمله د سوریې حکومت کړې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګيي لافروف دا خبره رد کړه او د زیاتو څیړنو غږ یي وکړ.