امریکا: د ایران نوی جمهور رئیس له لویدیځ سره د خبرو اترو غوښتونکی دی

د امریکا ولسمشر وايي، داسې ښکاري چې د ایران نوی جمهور رئیس له لویدیځ سره د خبرو اترو غوښتونکی دی.

باراک اوباما ژمنه وکړه چې که خبره داسې وي نو دی به يې وازمايي.

د متحده ایلاتو ولسمشر دا څرګندونې پرون د هسپانې یوه تلویزون سره په مرکه کې وکړې.

ولسمشر اوباما وویل د دیپلوماسۍ لپاره یو فرصت شته دی چې د هغه په وینا هیله من دی ایرانیان له دې فرصت څخه ګټه واخلي.

له دې وړاندې ولسمشر اوباما ویلي وو چې له خپل ایراني سیال سره يې لیکونه تبادله کړي دي.

په عین حال کې د ولسمشر اوباما او او د ایران د جمهور رئیس تر منځ د احتمالي کتنې په اړه راپورونه هم خپاره شوي دي.