د پاکستان صدراعظم نواز شریف یو ځل بیا ټینګار وکړ چې؛ هېواد به یې د طالبانو پخوانی دوهم مشر ملاعبدالغني برادر خوشې کړي، خو د خوشې کیدو د جزیاتو په اړه به یې چې کله دی د روانې اونۍ په پای کې بیرته هېواد ته ستون شي، پریکړه وشي.
افغانستان د سولې د پروسې د ګړندې کیدو لپاره له پاکستانه غوښتنه کړې چې؛ ملابرادر او د طالبانو یو شمېر نور مشران له زندانونو خوشې کړي.
د نوازشریف لوړ پوړي سلاکار سرتاج عزیز تیره اونۍ وویل چې؛ اسلام اباد غواړي ملابرادر په روانه میاشت کې خوشې کړي.
نوازشریف چې په یوه رسمي سفر ترکیې ته تللی، پرون یې په انقره کې خبریالانو ته وویل چې؛ ده تیره میاشت له افغان ولسمشر سره اسلام اباد ته په سفر کې د ملابرادر د خوشې کیدو په اړه موافقه کړې وه، خو حکومت به یې په دې اړه چې هغه په څه ډول خوشې شي، هله فیصله وکړي چې کله دی د سپټمبر په ۱۹ بیرته خپل هېواد ته ستون شي.
پاکستان ویلي چې؛ ملابرادر به مستقیما افغانستان ته ونه سپاري بلکه په همدې هېواد کې به خوشې شي.
یو شمېر منابع وایي چې؛ ښایي نوموړی له خوشې کیدو وروسته ترکیې یا هم سعودي عربستان ته واستول شي.
دا دواړه هغه هېوادونه دي چې د طالبانو د نوي دفتر د پرانستلو په اړه یې نومونه وړل کیږي.