ناټو: د راتلونکې کال ترپایه به افغان ځواکونه بشپړ مسولیت په غاړه واخلي

د ناټو عمومي منشي بانکې مون وایي، د راتلونکې کال ترپایه به افغان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد بشپړ مسولیت په غاړه واخلي.

اندریس فوګ راسموسن دغه څرګندونې پرون په بروکسل کې د قزغزستان له ولسمشر الماس بیګ اتمباییف سره په کتنه کې وکړې.

خو راسموسن دغه راز د یو لړ ستونزو یادونه هم وکړه ویې ویل:

(ټول پوهیږو چې ستونزې به وي. د بیلګې په توګه د مخدره موادو قاچاق هم د افغانستان او هم د ګاونډیانو لپاره یوه اندیښنه انګیرل کیږي.

په همدې خاطرموږ د مخدره موادو ضد ځواکونو روزنې ته په افغانستان او د سیمې په نورو هېوادونو کې دوام ورکوو.)

د ناتو عمومي منشی زیاته کړه چې؛ قرغزستان د ناتو یو مهم همکار دی.

په تیرو لسو کلونو کې د ناتو د اکمالاتو یوه برخه د قرغزستان له لارې افغانستان ته انتقال شوې ده.