په هلمند کې امینتي ځواکونو د نګارې د وژلو په تور پنځه تنه نیولي دي

د هلمند امنیتي مسوولین وايي، چې په دې ولایت کې یې د نګارې د وژلو په تور پنځه مشکوک کسان نیولي دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د کشف مدير سمونوال عبدالکريم حميدي ويلي چې؛ دغه کسان يې په لښکرګاه ښار کې نيولي دي چې؛ دم ګړۍ پولیس څېړنې ځني کوي.

ښاغلي حمیدي نه دي ویلي، چې دغه کسان څوک دي او په کومې وسله والې ډلې پورې اړه لري.