د بښنې نړېوال سازمان خپله تر ټولو ستره جایزه ملاله یوسفزۍ ته ورکوي

د عفوې نړیوال سازمان وايي چې، خپله ترټولو د لوړې درجې جایزه په سوات دره کې د نجونو د تعلیم فعالې او د نوبل د سولې د جایزې نامزدې ملالې یوسفزۍ ته ورکوي.

د عفوې نړیوال سازمان- اېمنسټي انټرنېشنل چې مرکز یې په لندن کې دی نن وویل؛ د وجدان د سفیر Ambassador of Conscience په نوم جایزه به ملالې او امریکايي سندرغاړي د بشري حقونو فعال هري بیلافونتې ته په ګډه ورکړل شي.

د وجدان د سفیر جایزه هغو افرادو ته چې د خپل ژوند په اوږدو کې د بشري حقونو د پیاوړتیا لپاره کار کوي؛ ورکول کېږي. تمه ده چې ملالې ته دا جایزه نن ناوخته د آیرلنډ په پلازمېنه ډوبلن کې د یولړ مراسمو په ترڅ کې ورکړل شي.