په هرات کې د امریکا سرقونسل د دې قونسلګرۍ د اتو ساتونکو او د پولیسو د یوه افسر له کورنیو سره چې د وسله والو په یوه حمله کې ووژل شول خواخوږي څرګنده کړې ده.
"جېن برنز" په برید کې د پوځي او ملکي ټپیانو لپاره د روغتیا د هیلې ترڅنګ ویلي چې؛ دا حمله ډېره وېروونکې وه او ممکنه وه چې، تر دې زیات ناوړه عواقب ولري.
په هرات کې د امریکا سرقونسل په خپله خبرپاڼه کې د ډېرو تلفاتو په مخنیوي کې د قونسلګرۍ د ساتونکو، افغان ځواکونو او د آیساف ستاینه کړې او همداراز ویلي یې دي چې، د امریکا قونسلګرۍ اوس پرانیستې ده.
د تېرې جمعې په ورځ نهو تنو وسله والو په هرات کې د امریکا پر قونسلګرۍ حمله وکړه چې د امنیتي ځواکونو په وینا ټول د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پای کې ووژل شول.