ترکیې په خپل قلمرو کې د سوریې یوه هلیکوپټره ویشتلې ده

ترکیې ویلي دي چې، د سوریې یوه پوځي هلیکوپټره یې وروسته له هغې ویشتې او راغورځولې چې د ترکیې هوايي قلمرو ته ننوتې وه.

د ترکیې د صدراعظم مرستیال بولینت ارنیک (Bulent Arinc ) په انقره کې خبریالانو ته وویل؛ د ترکیې جنګي جیټ الوتکو د سوریې "مې ۱۷" ډوله هلیکوپټره د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې نسکوره کړ چې؛ پیلوټ ته یې بیا بیا خبرداری ورکړل شو چې؛ دوی د ترکیې هوايي قلمرو ته ننوتې ده.

نوموړې وویل، سوریايي هلیکوپټر د ترکیې په هوايي حریم کې دوه کیلومټره وړاندې تللې وه، خو د جیټ الوتکې له خوا په توغندي تر ویشتل کېدو وروسته د سوریې په خاوره کې نسکوره شوه.

ارنیک وویل، چې د سوريايي پیلوټانو د برخلیک په اړه کوم معلومات نه لري.

د سوریې د بشري حقونو د څارنې د ډلې مشر رامي عبدالرحمن ویلي چې؛ د سوریايې یاغیانو یو پیلوټ یې نیولی او د دویم پیلوټ برخلیک لا روښانه نه دی.

ترکیه په سوریه کې د بشارالاسد خلاف د یاغیانو ملاتړ کوي. ویل کیږي چې دا پیښه به د دې دوو ګاونډی هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا نور هم زیاته کړي.