د داغستان د ناارامه جمهوریت یو مذهبي او مدني فعال په ډزو ووژل شو

د روسیې د شمالي قفقاز د داغستان د ناارامه جمهوریت یو مذهبي او مدني فعال نن په ډزو ووژل شو.

عبدالله ګپایوف Abdulla Gappaev نن نیمه شپه په کیزلیار نومي ښارګوټي کې د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو.

د عدالت د ګوند د اتحادیې یوتن فعال نن خبریالانو ته وویل چې ګپایوف له ټپي کېدو وروسته روغتون ته پر لاره سا ورکړه.