د کارګرانو ملي ټولنه: د کانونو د استخراج پرمهال د کارګرانو ژوند ته پاملرنه نه ده شوې

د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه وایې، چې افغان دولت د کانونو د استخراج پر مهال د کارګرانو ژوند ته پاملرنه نه کوي.

د دې ټولنې مشر معروف قادري نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې که چیري کارکونکې د کار پر مهال زیان ویني، نو هغوی ته باید تاوان ورکړل شي:

(له ادارو څخه مو غوښتنه دا ده، کوم کسان چې زیانمن کیږي او کاري توان یې کمیږي، هغوی ته باید تاوان ورکړل شي. او کوم کسان چې د کار پر مهال مري، باید ورته دیه ورکړل شي. )

دوه ورځې مخکې د سمنګان په رود آب ولسوالۍ کې د سکرو کان د یوې برخې د ښویدو له امله لسګونه کارګران تر ځمکې لاندي صوفونو کې بند پاته شول چې پکې د کان نږدې دیرش کارکونکې مړه او ګن شمیر نور ټپیان شول.

ولسمشر حامد کرزي د دې پيښې په اړه اندیښنه څرګنده کړه او د څیړلو لپاره یې یوه پلاوي ته دنده و سپارله.