عراق: په مرکز او جنوب کې موټر بم چاودنې لږترلږه شپږڅلوېښت کسان مړه کړل

عراقي چارواکي وايي چې؛ د عراق په مرکز او جنوب کې پرون د افراطي وسله والو د حملو په لړۍ کې چې ډېره برخه یې په شیعیه مېشتو سیمو کې موټر بم چاودنې وې لږترلږه شپږڅلوېښت کسان مړه او له یوسل او دېرشو زیات ټپیان شول.

ترټولو خونړۍ پېښه پرون په هیلا نومې سیمه کې وه چې په غبرګه موټربم چاودنه کې لږترلږه نولس کسان ووژل شول.

د بغداد د ولایتي شورا رییس ریاض ال ادهاد Riyadh al-Adhadh چې د دې حملې پلان ظاهرا د ده د وژنې په مقصد جوړ شوی و، له دې حملې څخه روغ رمټ وتلی.

په کربلا کې یوې موټربم چاودنې لږترلږه څلور کسان ووژل او ۲۵ نور یې ټپیان کړل. د بغداد له لویدیځ، اسکندریې، بصرې، ناصریې او کوت څخه هم د خونړیو چاودونو راپورونه رارسېدلي.