د نړۍ جګپوړو چارواکو د امریکا او روسیې د موافقې هرکلی کړی

د نړۍ د څو هېوادونو جګپوړو چارواکو د سوریې له کیمیاوي وسلو سره د چلند د څرنګوالي په اړه د متحدو ایالاتو او روسیې د وروستۍ موافقې هرکلی کړی.

د امریکا او روسیې د بهرنیوچارو د وزیرانو د نوې موافقې له مخې د سوریې د کیمیاوي وسلو زېرمه باید د ۲۰۱۴ کال تر نیمايي پورې له مینځه یووړل شي.

چین او څو نورو هېوادونو ویلي دي چې دا موافقه به د سوریې د کیمیاوي وسلو کړکېچ له سوله ییزې لارې حل کړي خو د سوریې د اپوزیسیون چارواکو غندلې ده.

د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو د امریکا او روسیې د هغه توافق هرکلی کړی چې له مخې یې سوریه د یوې اونۍ په ترڅ کې باید د خپلو ټولو کیمیاوي وسلو فهرست برابر کړي او د دې وسلو ټولې زېرمې د 2014 کال تر نیمایي پورې له منځه یوسي.

په دې اړه توافق په ژنیو کې د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو د وزیرانو جان کېري او سیرګي لاوروف له درې ورځنیو خبرواترو وروسته د تېرې شنبې په ورځ اعلان شو.
د چین د بهرنیوچارو وزیر ونګ يي Wang Yi تېره ورځ له خپل فرانسوي سیال لورن فبیوس Laurent Fabius سره چې له چین څخه کتنه کوي تر خبرو وروسته په دې اړه وویل:

"چین د سوریې د کیمیاوي وسلو د مسئلې په اړه چې روسیې او امریکا په ژنیو کې موافقه پرې وکړه هرکلی کوي.

موږ په دې باور یو چې دا توافق به د سوریې د کیمیاوي وسلو پرسر رامنځ ته شوی کړکېچ کم کړي او د سوریې د کیمیاوي وسلو د کړکېچ د سوله ایز حل لپاره به له نویو لارو چارو د کاراخیستو په برخه کې یوه نوې تګلاره رامینځ ته کړي."


د فرانسې د بهرنیوچارو وزیر لورن فابیوس وویل، په څو راتلونکو ورځو کې به په دې اړه د خبرواترو نوې لړۍ پیل کړي او د عربي ټولنې رییس نبیل العربي دا نوی توافق د سوریې د سیاسي کړکېچ د حل لپاره یو نژدې قدم وباله.

د پخلاینې په چارو کې د سوریې د دولت وزیر علي حیدر د روسیې او امریکا له خوا د نوي توافق طرح د سوریې لپاره ستر بریالیتوب وباله ویې ویل چې دا موافقه د جګړې مخنیوی کوي او د سوریې له خلکو سره به له دې بحرانه د وتلو په برخه کې مرسته وکړي.
په همدې حال کې د سوریې د ملي اپوزیسیون ائتلاف د روسیې او امریکا پر نوي پلان انتقاد کړی او ویلي یې دي، بشارالاسد مکرراً ثابته کړې ده چې پر ژمنو یې اعتبار نشي کېدای.