د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سوریې د کیمیايي وسلو په اړه د دغه هېواد او روسیې ترمنځ د پرونۍ موافقې هرکلی وکړ؛ خو ویې ویل، لا ډېر کارونه پاتې دي چې؛ باید ترسره شي.
اوباما د سوریې حکومت ته خبرداری ورکړ چې؛ موافقه عملي کړي.
د امریکا ولسمشر په یوه اعلامیه کې، وویل، که د سوریې رژیم هغه موافقه عملي نه کړه چې؛ روسیې له امریکا سره کړې ده، امریکا اقدام ته تیاره ده.
اوباما دغه راز ویلي چې؛ دا موافقه تر یوه حده له دې کبله ممکنه شوه چې؛ امریکا سوریې ته د کیمیاوي وسلو د حملې په خاطر د سزا ورکولو خبرداری ورکړ.
امریکا وايي چې، تېره میاشت د سوریې رژیم، د کیمیاوي وسلو په حمله کې ۱۴۰۰ ملکیان وژلي دي. خو د سوریې رژیم او روسیه وايي، چې دا برید د سوریې د رژیم مخالفانو کړی و.