د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې؛ افغانستان د ایټالیا د پراخیتايي مرستو د فهرست په سر کې دی.
دا خبره د ایټالیا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال لپه پیستیلي پرون د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له اداري مرستیال عبدالحی حیدر سره په کتنه کې کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبر پاڼې کې ویلي دي چې؛ په دې لیدنه کې ایټالیوي لوری له ۲۰۱۴م کال وروسته له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
ایټالیا په تیره یوه لسیزه کې د افغان حکومت له مهمو مرستندویه هیوادونو څخه دی چې؛ د امنیت د ټینګښت په ګډون یې په بیلابیلو برخو کې مرستې کړي دي.