په عراق کې روغتیايي کارکونکي او پولیس وايي، د جنازې پر مراسمو په یو ځان وژونکي برید کې لږ تر لږه شپږ ویشت کسان وژل شوي دي.
د شنبې په ورځ یو ځان وژونکي په ځان پوري تړلي چاودیدونکې مواد موصل ته نژدې د باشیقه په ښارګوټي د تدفین په مراسمو کې والوزول.
د تدفین دا مراسم په عراق کې د شابک په نوم د یو قومي اقلیت له خوا ترسره کیدل.
چارواکي وايي، په دې برید کې لږ تر لږه پنځه څلوېښت کسان ټپیان شوي هم دي. د شابک په نوم دا قومي اقلیت دیرش زره وګړي دي چې؛ په جلا ژبه خبرې کوي او د شیعه مذهب پیروان دي. د دوی ډیر د موصل د ختیځ په کلو کې اوسیږي.
د شنبې په ورځ په عراق کې په یوه بله چاودنه او ډزو کې پنځه کسان نور هم وژل شوي دي.