د سوریې ملي ایتلاف "احمد طامه" د خپل حکومت د مشر په توګه وټاکه

د سوریې د ملي ایتلاف په نوم د اپوزیسون ډلو احمد طامه (Ahmed Toumeh) چې یو منځلاری اسلامپالی دی له هیواد څخه بهر د خپل حکومت مشر ټاکلی دی.

اته څلوېښت کلن طامه په سوریه کې د زیږیدلي امریکايي تابیعت لرونکې غاسان هیتو (Ghassan Hitto ) ځای نیسي چې د تیر مارچ په نیمايي کې په دې دنده انتخاب شوی و.

طامه د سوریې د ختیځ ولایت دیار الظهور څخه دی او د اخوان المسلیمن سره نژدې اړیکي لري، کومه ډله چې د سوریې د اپوزیسون د ملي ایتلاف لویه برخه جوړوي.

طامه چې د مسلک له پلوه د غاښونو ډاکتر دی؛ څو ځلې د سوریې د حکومت له خو نیول شوی دی.

په ۲۰۰۸م کال نوموړی د حکومت د یولس نورو مخالفانو سره وروسته له هغې زنداني شو چې؛ په سوریه کې یې د ډیموکراټیکو اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

په دې دنده له انتخاب وروسته په اسټانبول کې یوې خبرې غونډې ته طامه وویل؛ زموږ حکومت به د یوې انتقالي دورې لپاره د ستراتیژۍ پر جوړولو کار وکړي.