د لغمان د ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته وویل،چې د شنبې په ورځ ددې ولایت د استناف محکمې د رييس فضل الهادي فاضل تر څارنې لاندې په ښاري علني محکمه کې څلور تنه د یوه صراف د قتل په تور داعدام په سزا محکوم شو.
د ځواک په خبره یاد کسان شاوخوا پینځه میاشتې وړاندې د لغمان دامنيتي ځواکونو لخوا په هغه سیمه کې ونیول شول،چې د عبدالقادر په نامه یو صراف د کابل جلال اباد په لویه لاره د سرخکانو په سیمه کې ووژل شو.