د کورنیو چارو وزارت د خپلو څلورو لوړپوړو مسوولینو دندې ځنډولي دي

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي چې؛ د خپلو څلورو لوړپوړو مسولینو دندې یې ځنډولي دي.

د دې وزارت یوې موثقې سرچینې د نوم د نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې؛ په دغو کسانو کې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال میرزا محمد یارمند، تائمیناتي مرستیال غلام علي وحدت، د محابسو رییس جنرال امیر محمد جمشید او له ترویزم سره د مبارزې ریس جمیل کوهستاني شامل دي.

دې سرچینې د یادو چارواکو د دندې د ځنډیدو علت په ډاګه نه کړ.