کارټر: بې کاري د افغانستان د اقتصادي پراختیا پر وړاندې لویه ستونزه

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام دفتر وایي چې؛ بې کاري د افغانستان د اقتصادي پراختیا په وړاندې یوه لویه ستونزده ده.

د دې دفتر یوه مسوول "کریس کارټر" نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ په وروستیو څو میاشتو کې یوازې په خوست ولایت کې پنځه دېرش زره افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

نومومړي په خوست کې د بې کارۍ یوازنې علت د بهرنیو هېوادونو د مرستو کمښت په ګوته کړ.

په افغانستان کې د بې کارۍ په اړه اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې؛ له څو میاشتو راهیسې په یو شمیر ولایتونو کې "پي. آر. ټي" ګانو او ځینو نورو بهرنیو موسسو خپل فعالیتونه محدود کړي دي.