د م.م د امنیت شورا په هرات کې د امریکا پر قونسلګرۍ حمله وغندله

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په هرات ولایت کې د امریکا پر قنسلګرۍ پرونۍ حمله وغندله او د قربانیانو له کورنیو سره یې غمرازي وښودله.

دې شورا چې مرکز یې په نیویارک کې دی؛ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ډیپلوماتیکو مرکزونو دغه ډول حملې د دې مرکزونو پر فعالیتونو بد اغیز کوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې؛ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي په افغانستان کې د القاعده، طالبانو او غیر مسووله وسله والو هغو فعالیتونو اندیښمن کړي چې؛ د عامو خلکو او افغان او بهرنیو عسکرو په وړاندې یې کوي.

په هرات کې د امریکا پر قنسلګرۍ په پرونۍ حمله کې د نهو حمله کوونکو په ګډون یو افغان ژباړن او دوه امنیتي ساتوونکي ووژل شول.