کندهار: یوې انتحاري حملې درې ملکیان ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل

د کندهار هوایي ډګر ته نږدې د بهرنیانو او ملي اردو د موټرو په کاروان انتحاري حملې درې ملکیان ووژل شپږ نور یې ټپيان کړل.

د دې ولایت د والي ویاند جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې؛ حمله سهار د لسو بجو په شاوخوا کې رامنځ ته شوه خو افغان او بهرنیو سرتیرو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو د دې حملې مسوولیت اخیستی او د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې؛ پنځلس بهرني سرتیري یې وژلي دي.

پخواني معلومات:

د کندهار هوایي ډګر ته نږدې نن سهار د بهرنیانو او ملي اردو د موټرو په کاروان انتحاري حملې دوه ملکیان ووژل او دوه نور یې ټپيان کړل.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان عبدالحمید حمید ازادي راډیو ته وویل چې؛ حمله کوونکي غوښتل د ملي اردو رنجر موټر ته نږدې حمله وکړي؛ خو هدف ته تر رسېدو مخکې یې په ځان پورې تړل شوي مواد وچودل.

تراوسه چا د دې حملې مسولیت نه دی منلی.