"د فوټبال ملي ټیم بریا، غیر ملي سیاستمدارانو ته مهم پیغام"

کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم د اتلولۍ په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

ویسا:

ویسا په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ افغان لوبډلې نړیوالوته دا پیغام ورکړ چې له کلونو راهیسې په مرګونو او ماتمونو محکوم افغان ولس نن هم د نړۍ له هر بل ولس سره د سیالۍ جوګه دی.

د لیکوال په باور د سپورت اتلان یوازیني هغه څوک دي؛ چې پرخپل همت یې ولس ته د ښه راتلونکي زیری ورکړي، هغوی ولس ته د ملي یووالي احساس ورکوي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼه په یوه جلال مطلب کې لیکي؛ د فوټبال ملي ټیم بریا، غیر ملي سیاستمدارانو ته مهم پیغام درلود.

د ورځپاڼې په مطلب کې راغلي د افغانستان فوټبال ټیم بریا نړیوالو ته دا وښوده، چې افغانان ډیر با استعداده خلک دي او هم یې په داخل کې افغانانو ته سترپیغام درلود.

د لیکوال د معلوماتو له مخې که چېرې دهېواد په هره برخه کې د ورزش غوندې عدل او انصاف موجود وایګ نن به دا ډول له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان نه و.

ملي باور:

ملي باور په خپله سرمقاله کې لیکلي؛ کابل ښار فضا له تېرو دوو شپو راهیسې پرلپسې د افغان ملي فوټبال لوبډلې د اتلوالۍ په مناسب د خوښیو جشنونو، سندرو ګډاګانو، چیغو او ډزو نیولې وه.

د لیکوا په اند، د اډول بریا چې په هره برخه کې وي؛ په هرصورت او هر ډول د افغانستان لپاره یو ستر ویاړ او خوار ښه زیری دی.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې؛ ترنیمو شپو پرلپسې ډزې کېدې او د کورنیو چارو وزارت له بیا بیا غوښتنې او خبرداری سره هم ډزې غلې نه شوې.

په سرمقاله کې راغلي، له دې څخه بل حقیقت دا راڅرګندیږي، چې خلک په حکومت او امنیتي ځواکونو څومره ډاډمن او راتلونکي ته څومره هیلمن دي، ځکه چې دوی ټولې وسلې د ځان ساتنې او د خپل ممکنه دښمن څخه د دفاع له پاره په خپلو کورنو کې ساتي.

هېواد:

د هېواد په سرمقاله کې راغلي، د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د بریا تود هرکلۍ په نړیواله کچه هم شوی.

د لیکوال د معلوماتو له مخې؛ اوس مهال افغانستان دفیفا په نړیواله کټګورۍ کې ۱۳۹ او د اسیا په کچه ۲۱ مقام لري.

د لیکوال په باور په پام کې ده، چې د فوټبال نړیواله شورا افغان لوبډلې ته نور سوغاتونه ورکړي.

انیس:

د انیس په سرمقاله کې راغلي، د فوټبال ټیم وښوده، که چېرې دولتي چارواکي ځوانانو ته پوره پام وکړي؛ کولای شي په ټولو برخو کې د افغانستان بیرغ ورپوي.

ماندګار:

ماندګار ورځپاڼې لیکلي، د سپټمبر په یوولسمه ټولو وخندل.

ورځپاڼه لیکلي، د افغانستان د ورزش په تاریخ کې په لومړي ځل افغانستان وتوانېده چې د سیمې په کچه اتلولي خپله کړي.

چمتو کوونکی: رحمت الله افغان