پنټاګون په پلان کې لري چې، په پوځي تجهیزاتو او وسایلو بار ۲۴ زره وسایط او شل زره کانتینرونه له افغانستانه امریکا ته ولېږي.
د پوځي تجهیزاتو د اېستلو د دې پراخو لوژستیکي عملیاتو لګښت د پنځو او اوه میلیارد ډالرو ترمینځ اټکل کېږي. پوځي چارواکي وايي چې د دې تجهیزاتو د اېستلو بهیر به د ځمکې، سمندر او هوا له لارې د راتلونکي میلادي کال په وروستۍ ورځ بشپړ شي.
د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر یودېرشمه هغه نېټه ده چې د امریکا د پوځ محارب ځواکونه به په بشپړ ډول له افغانستانه وځي.
پوځي چارواکي وايي چې مهم او حساس وسایل به مستقیماً د هوا له لارې په سیمه کې نژدې بندرونو ته او له هغه وروسته په کشتیو کې امریکا ته واستول شي.
د پنټاګون یو مقام د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرزخبري آژانس ته ویلي چې نور تجهیزات او وسایل به د ځمکې له لارې او عمدتا د افغانستان او پاکستان د سړکونو په وسیله نژدې بندرونو ته انتقال شي څو وروسته په کشتیو کې بار او کور ته واستول شي.
دې امریکايي پوځي مقام وویل، د امریکا د پوځ لپاره په زړه پورې د پاکستان لاره ده خو د پاکستان ځمکنۍ لاره ستونزمنه ده. اسلام آباد په ۲۰۱۱ کال کې دا لاره وروسته له هغه د اوو میاشتو لپاره د ناټو د اکمالاتو پرمخ بنده کړه چې ؛د نړیوالو ځواکونو په یوه هوايي حمله کې ۲۴ تنه پاکستاني پوځیان ووژل شول خو له پرانیستل کېدو وروسته هم پردې لاره د تګ راتګ ستونزې پاتې شوې چې د ځینو علت د افغان حکومت اداري اجراآت او د مالیې غوښتنه ګڼل کېږي.
په دې عملیاتو کې ټول وسایل نه دي شامل. ځینې تجهیزات به افغان حکومت ته د مرستې په ډول ورکړل شي، ځینې به یې د امریکا یوولسو متحدانو ته چې د هغو له پېرودلو سره یې لېوالتیا ښودلې ده ورکړل شي او نور به یې ټوټې او له مینځه یووړل شي.
د پنټاګون دې مقام چې نن یې افغانستان ته د امریکا د مرستیال دفاع وزیر اشټون کارتر د سفر په درشل کې خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې د ۲۰۱۴ کال ډسمبر میاشت ډېره مهمه ده. ده وویل، دا هغه مهال دی چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه وځي او ځکه خو موږ د دې ورځې لپاره چمتووالی لرو.
په پام کې ده چې اشټون کارتر به د ولسمشر حامدکرزي په ګډون له افغان چارواکو سره وګوري او افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د سپارلو د بهیر په اړه به خبرې ورسره وکړي.
د پنټاګون مرستیال مشر به همداراز له افغانستانه د امریکا د پوځي تجهیزاتو د اېستلو لپاره د پلانونو د پرمختګ په اړه څېړنه وکړي.