افغان او امریکايي چارواکي وايي، په هرات ولایت کې د امریکا د متحدو ایالتونو پر قونسلګرۍ د وسله والو طالبانو د ځانمرګو ډله ایز برید پای ته رسیدلی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي آزادي راډیو ته وویل چې؛ په دې پيښه کې د امریکا د قونسلګرۍ یو ساتونکی وژل شوی؛ دوه پولیس او نهه تنه ملکيان په کې ټپي شوي دي :
رویترز خبري اژانس بیا د یو شمیر نورو سرچینو په حواله په دې برید کې د لږ تر لږه درې کسانو د وژل کېدو او تر اولس د زیاتو د ټپي کېدو راپور ورکړی دی. په ټپیان کې ډير یې ملکي وګړي بلل شوې دي.
راپورونه وايي چې، وسله والو برید کونکو نن سهار په هرات ولایت کې د امریکا د متحدو ایالتونو قونسلګرۍ ته نژدې لومړۍ یو درنه موټري بمي چاودنه کړې او وروسته د قونسلګرۍ له امنیتي ساتونکو سره په نښته اوښتي دي.
په کابل کې د امریکا د سفارت یو ویاند رسنیو ته ویلي چې؛ په هرات کې د دوی د قونسلګرۍ ټول امریکايي مامورین خوندي دي.
وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی.