په کندز کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون دفتر په دې ولایت کې غیرمسوول وسله وال د راتلونکو انتخاباتو لپاره جدي ګواښ بولي.
په کندز کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس انجنیرمحمدامان په دې اړه خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه چې، دوی به له دې ګواښ سره سره د عادلانه انتخاباتو لپاره هڅه وکړي.
ښاغلي امان له دولتي ادارو په تېره له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې؛ د خپلسرو وسله والو د موجودیت له وجې د رامینځ ته شویو ستونزو په حل کې د انتخاباتو له مسوولو چارواکو سره مرسته وکړي.
دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې؛ د کندز دولتي چارواکو هم خپلسرې وسله وال د دې ولایت د امنیت لپاره جدي ستونزه بولي.
د کندزولایت د خان آباد ولسوال حیات الله امیري آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ د خان آباد ولسوالۍ خلک خپلسرې وسله والې ډلو ته د یو جدي ګواښ په سترګه ګوري. ښاغلي امیري د امنیت په برخه کې له مسوولو چارواکو وغوښتل چې دا ستونزه حل کړي.
د امیري له اټکل سره سم د کندزولایت په خان آباد ولسوالۍ کې څه باندې دوه زره تنه خپلسري وسله وال فعالیت لري.