سیرګي سوبیانین نن د مسکو د ښاروال په توګه لوړه وکړه.
د سوبیانین د لوړې پرتمین مراسم په مسکو کې د دوهمې نړیوالې جګړې په موزیم کې ترسره شول. نوموړي پرون په خپله وینا کې د ده په وړاندې د پرتو ستونزو په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې مصوونیت، د ترانسپورتي ستونزو حل او عامه خدماتو ته به ډېره پاملرنه وکړي.
سوبیانین تېره اونۍ د مسکو د ښاروالۍ په انتخاباتو کې د فساد ضد بلاګ لیکونکی الکسۍ نووالني مات کړ.
نووالني د رای ورکولو په ترڅ کې پر ګډوډيو انتقاد وکړ ویې ویل چې په انتخاباتو کې درغلي شوې ده، خو د سوبیانین د لوړې د رسمي مراسمو له پیل مخکې په مسکو کې یوې محکمې د نووالني تورونه رد کړل.