په افغانستان کې د ځوانانو ځیني مدافع ټولنې په راتلونکو ټاکنو کې د څارنې او له درغلیو څخه د مخنیوي په برخه کې د ځوانانو پر اغیزمن رول ټینګار کوي.
د ځوانانو ملي اییتلاف یو له همدې ټولنو ده چې د پنجشنبې په ورځ یې چارواکو په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې ځوانان په انتخاباتو کې ددغه هیواد سیاسي برخلیک ټاکي.
د دغه ایتلاف رییس سیدنورالحق حیدریار وویل، دا د ځوانانو دنده ده چې په انتخاباتو کې برخه واخلي او ترې څارنه وکړي.
( بیا هم دا سپیڅلې دنده پر ما او ستا ده چې له خپلو انتخاباتو نظارت وکړو او پرینږدو چې فرصت طلبه لاسونه انتخابات ناشفافه او له درغلیو ډک کړي.)
په دې غونډه کې همدراز ددې ټولنې د ښځو د کمیټې مسولې له ټولو ښځو وغوښتل چې په انتخاباتو کې برخه واخلي او د رایې له حق څخه د یوې ښې راتلونکې لپاره کار واخلي.