د نورستان چارواکي وايي په دې ولایت کې یې د طالبانو یو دایمي مرکز بېرته نیولی دی.
د نورستان د والي ویاند ظاهر بهاند ازادي راډیو سره ته وویل د کنړ او نورستان ترمنځ د ګول سلک سیمه د پنځو کلونو راهیسې د طالبانو مرکز و چې تیره ورځ د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شوه.
هغه وویل چې؛ په دې عملیات کې یوازې یو پولیس ټپي شوی او مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې چې؛ دقیق ارقام یې نه لري.
ښاغلي بهاند وویل، د دې سیمې خلکو سخت ژوند درلود او له یوې میاشتې راهیسې یې خوراکي توکي په سختۍ ترلاسه کول.
د نوموړي په وینا په دې سیمه کې به افغان ځواکونه دوه ورځې نور هم تصفوي عملیات ولري.