امرخيل: د نوم ليکنې لړۍ به یوه نیم میاشت نوره هم وغځیږي

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د دارلاانشارييس ضياالحق امرخيل وايي، د هېواد په يو شمېر ناامنو سیمو کې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسه یو څه تته روانه ده، نو په همدې خاطر په پام کې لري، چې د انتخاباتو د کارتونو د ویش لړۍ یوه نیمه مياشت نوره هم وغځوي.

ښاغلي امرخيل دا څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې، چې په ټاکنوکې د خلکو د ونډې په اړه د پنجشنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې جوړه شوې وه.

ښاغلي امرخيل وویل، چې دوي به په دغه یوه نیم میاشت کې د کارتونو د ویش ګرځنده ټيمونه جوړ کړي او پر هغو سیمو ته به ځي، چېرته چې خلکو د انتخاباتو کارتونه تر اوسه نه دي اخیستي:

"نا امنيو د ټاکنو کمیسیون د کارتونو د ویش پر بهیر ښکاره تاثیر کړی، نو په همدې خاطر موږ پر یو نوي پلان کار کوو، دا پلان به په شپږم د میزان پلی کیږي موږ به د شپږو اونيو په موده کې قریه په قريه ګرځو، چې خلک کارت واخلي."

نوموړي د بيا ځل لپاره پر امنيتي ارګانونو غږ وکړ، چې د انتخاباتو پروسې لپاره دې د خلکو امنیت خوندي کړي، ترڅو په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.
امرخيل د هغو اوازو په اړه، چې ځينې سیاسي کړۍ غواړي انتخابات ګډوډ کړي وویل، چې افغان دولت خپله ټينګار کوي، چې باید ټاکنې ترسره شي او ده هم ډاډ ښکاره کړ، چې راتلونکي انتخابات به په خپل وخت ترسره کیږي.

بل خوا د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انیسې عمراني انديښنه ښکاره کړه،چې په دې ولایت کې ډيرو کمو ميرمنو د انتخاباتو کارتونه اخیستي.

نوموړې وویل، که چېرې د ټاکنو کمیسیون د انتخاباتو د ویش ګرځنده ټيمونه جوړ کړي نو د دوی ریاست هم دې ته اماده دی،چې ورسره په ګډه همکاري وکړي:

"موږ د انتخاباتو دفتر نه دا هیله لرو،چې ګرځنده ټيمونه دې جوړ کړي،خلک وآيي،چې ښځې نوم نه ليکي هغوی چیرته وليکي ځای کومه دی ګرځنده ټيمونه جوړ کړی موږ هم درسره همکاري کوو"

د ننګرهار سرپرست والي محمد حنیف ګردیوال هم دا تاييد کړه،چې د ننګرهار په په یو شمېر سیمو کې خلک د ناامنۍ له ویرې د کارت اخیستلو مرکزونو ته نه ځي.
ګردیوال ژمنه وکړه،چې په هره سیمه کې،چې د ناامنۍ ویره وي د ټاکنو کمیسيون سیمه ييز چارواکي دې ورسره خپلې ستونزې شریکې کړي دی به ورسره د حل په برخه کې پوره همکاري وکړي:

" په کومو سیمو کې،چې امنیت خوندي نه دی موږ به انشالله د ټاکنو د کمیسیون له سیمه ييزو چارواکو سره کښينو او په هره ولسوالۍ کې،چې مشکل وي دی دې راته ووایي، زه به ورته ولسوال او قومي مشران راوغواړم،چې ورسره مرسته وکړي او خلک د انتخاباتو کارتونه واخلي"

د ټاکنو د خپلواک کميسیون د مسولینو په وینا په پام کې ده،چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات به د ۱۳۹۳ کال د حمل په میاشت کې ترسره کړي.

د کتوونکو په اند د راتلوونکو انتخاباتو وخت رانیږدې کیدونکی دی او که چېرې هېوادوال په ټاکلي موده کې د انتخاباتو کارتونه وانه خلي نو په ټاکنو کې به د خپل راتلونکي برخلیک د غوره کولو څخه بې برخې پاتې شي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری