امریکا: شمالي کوریا د پلوتو نیمو تاسیسات بیرته فعالوي

د امریکا یو تحقیقاتي مرکز وایي، د ستلایټ له لارې اخیستل شوي تصویرونه ښیي چې؛ شمالي کوریا د پلوتو نیمو تاسیسات بیرته فعالوي.

د یانګبیون تاسیسات د بې وسلې کولو د یوه تړون په اساس په ۲۰۰۷ کال کې بند شول.

پیونګ یانګ په تیره اپریل میاشت کی اعلان وکړچی غواړی دغه تاسیسات بیرته فعال کړي.

د جان هوپکینس د نړېوالو مطالعاتو په پوهنتون کی د امریکا کوریا تحقیقاتی مرکزوایی، د اګست په ۳۱ د یوه سټلایت له خوا اخیستل شوی عکسونه ښیی چی سپین رنګه دود له هغه ځایه پورته کیږي چې په کې توربینونه او برقي جنراتورونه چې د بټیو د تودوخي په زریعه فعالیت کوي، نصب دی.

د ملګروملتونو د اټومي انرژې ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.