د عراق پوليس او روغتيايي کارکوونکي وايي، تېرماښام په بغداد کې د شيعه ګانو يوه جومات ته نژدې موټر بمي چاودنې لږ تر لږه ۱۵ تنه ووژل او ۲۷ نور يې ژوبل کړل.
چاودنه د بغداد ښار په شمال لوېديځ کې د کسرې په مېنه کې وشوه.
ملګري ملتونه وايي، په اګست مياشت کې ۸۰۰ عراقيان وژل شوي چې په درو کې څه باندې يوه برخه يې په بغداد کې چاودنو وژلي دي.
له عراقه د امريکايي پوځيانو له وتلو اتلس مياشتې وروسته وينې بهېدنو اندېښنې زېږولي چې په دغه هيواد کې بيا د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو په شان فرقوي تاوتريخوالي پيلېږي.