شینورای: د تازه میوو او سبزیجاتو په محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

د افغانستان د تازه میوو او سبزیجاتو نندارتون د چهارشنبې په ورځ په کابل کې پرانیستل شو.

په دې نندارتون کې د تازه میوو او سبزیجاتو شاوخوا لسو تولیدونکو شرکتونو خپل محصولات نندارې ته ایښی و.

د سوداګرۍ وزارت چارواکو وویل، سږ کال د سبزیو او تازه میوو په تولیداتو او صادراتو کې د تیر کال په نسبت شپیته فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د تازه میوو او سبزیجاتو صادروونکي شکایت کوي چې، د محصولاتو د ساتنې لپاره مناسب ځایونه او ګاونډیو هېوادونو ته یې د صادرولو اسانیتاوې نه لري.

تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

د تازه میوو او سبزیجاتو په محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی