بدخشان: د سیلابونو له امله څلور تنه مړه او ۲۰تنه لا درکه شوي دي

د بدخشان چارواکې وایي چې؛ په دې ولایت کې د سیلابونو له امله څلورتنه مړه اود ښځو او ماشومانو په ګډون شل تنه لادرکه شوي دي.

د دې ولایت د زیباک ولسوال میر احمد شاه زغم آزادي راډیو ته وویل چې؛ دغه سیلابونه تیره ورځ د دې ولایت به شتپ ولسوالی کې راغلي دي.

هغه وایي چې پدې سیلابونو کې یو سل او پنځوس څاروي له منځه تللي او شاوخوا پنځوس کورونه هم ویجاړ شوي دي.

زغم وایي چې هڅه کوي له سیلاب ځپلو کورنیو سره مرستې وکړي.