اوباما: امریکا او متحدان به پر سوريي د احتمالي پوځي حملې حالت وساتي

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما وایي، واشنګټن او متحدان به یي د سوریې د کیماوی وسلو د لري کولو لپاره د روسیې وړاندیز ته فرصت ورکړي، خو د احتمالي پوځې حملې حالت به وساتي.

جمهور رئیس اوباما تیره شپه له سپینې ماڼۍ نه په یوې تلویزیونې وینا کي وویل، دا به ډير له وخته وې چې ووایو د سوریې د کیماوي وسلو د لري کولو لپاره د مسکو پلان به بریالی شي، خو ځیني هڅونکې علامې په کي دي:

«د جمهور رئیس بشار الاسد رژیم دا مهال منلې چې دا ډول وسلې لري او ان دا یي هم ویلې چې، سوریه د کیمیاوي وسلو له کنفوانسیون سره یو ځای شوې ده.

دغه کنفوانیسیون د دې ډول وسلو استعمال منعه کړې دی. دا به ډیر له وخته وي چې ووایو دا وړاندیر به بریالی شي او هر تړون باید تصدیق کړې چې؛ د اسد رژیم به خپلې ژمنې پر ځای کوي.

دا نوښت د قوي له استعمال پرته د کیمیاوي وسلو د ګواښ د له منځه وړلو توان لري، په خاص ډول روسیه چې د اسد د رژیم یو ډير قوي متحد هېواد دی».

جمهور رئیس اوباما دغه راز وویل، پوځ ته یي امر کړی، که چیري ډپلوماسي ناکامه شي، دوي باید عمل ته چمتو وي.

د روسیې د وړاندیز پر اساس، نړېوال څارونکې به سوریې ته لاړ شي تر څو د دغه هېواد د کیمیاوي وسلو زیرمې امن کړې او وروسته یي له منځه یوسي. دمشق دا پلان منلی دی.