کونړ: د چپې درې ولسوالۍ د خلاصولو لپاره پوځي عملیات پیل شول

د کونړ امنیتي مسوولین وایي چې؛ له محاصرې د دې ولایت د چپې درې ولسوالۍ د خلاصولو لپاره یې نن سهار پوځي عملیات پیل کړل.

په دې ولایت کې د ملي اردو د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د قومندانۍ ویاند محمد هارون یوسفزي ازادي راډیو ته وویل چې؛ دا عملیات یې د طوفان په نوم پیل کړي دي.

هغه وایي چې؛ دغه عملیات ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونه په ګډه ترسره کوي.

یوسفزی وایي چې؛ د چپې درې ولسوالی لیرې پرتې سیمې او د امنیتي ځواکونو ځینې پوستې له شاوخوا یو کال راهیسې د وسله والو مخالفینو له خوا محاصره دي.