په بلخ کې سیمه يیز چارواکي وایي چې؛ ولسمشر کرزي له عطا محمد نور نه غوښتي څو د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې د بهرنیو چارو د وزیر ډاکټر زلمي رسول له کاندیداتورۍ نه ملاتړ وکړي.
د بلخ د والي ویاند فرهاد منیر دا خبره نن آزادي راډیو ته وکړه خو ویې ویل چې لا تراوسه عطا محمد نورپه دې اړه څه نه دي ویلی.
"د دې غوښتنه شوې چې ګواکې د بلخ والي عطا محمد نور د ښاغلي ډاکتر زلمی رسول د لومري مرستیال او محقق د دویم مرستیال په توګه وټاکل شي."
منیر وایي چې؛ ولسمشر کرزي له عطا محمد نور نه غوښتي چې په راتلونکو انتخاباتوکې د زلمي رسول د لومړي مرستیال په توګه د هغه ترڅنګه ودریږي.
خو جمهوري ریاست وایي چې ولسمشر تر اوسه پورې له چانه داسې کومه غوښتنه نه ده مطرح کړې او نه هم په راتلونکو انتخاباتو کې له کوم کاندید نه ملاتړ کوي.