د کابل امنیتي مسوولین وایي چې؛ د کورنیو چارو وزارت د عامه نظم د پولیسو رییس له یوې وسله والې حملې روغ ووت.
د کابل د امنیه قوماندانۍ مرستیال جنرال داود امین ازادي راډیو ته وویل چې؛ یو شمېر نامعلومو وسله والو تیره شپه په زمري پیکان د کابل ښار په خیرخانې سیمه کې حمله وکړه.
جنرال امین وایي چې؛ په دې حمله کې د عامه نظم د پولیسو د مشر دوه ساتونکي وژل شوي دي.
(هغه د خیرخانې په پنجشیر واټ سیمه کې له کور نه راووت چې بې خبره حمله ورباندې شوې چې په پای کې یې د عامه نظم د پولیسو د رییس دوه تنه ساتونکي شهیدان شوي او پخپله رییس صاحب جوړ دې).
جنرال امین وايي چې؛ په دې حمله کې ملکي خلکو ته زیان نه دې اوښتې او د پيښې د څرنګوالي په هکله تحقیقات روان دي.