هډه وال: د کابل بانک له پورونو څخه به ۴۵۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړای شو

د حقیقت څه دی، په دې خپرونه کې مو د افغانستان بانک له مرستیال خان افضل هډه وال سره د کابل بانک د پورونو د راټولولو په برخه کې د وروستیو پرمختګونو، د ډالرو د بیې د پورته کیدو په عواملو او د بهرنیو پیسو د چلند په اړه خبرې کړي.

نوموړی وایي چې؛ دوي به د کابل بانک د پورونو له ډلې څخه شااوخوا څلورنیم سوه میلیونه ډالر ترلاسه کړای شي.

د افغانستان بانک دغه چارواکی وایي چې د بهرنیو پيسو د چلند د مخنیوي لپاره یې هم نوي پلانونه جوړ کړي او په خصوصي بانکونو باندې یې د څارنې چارې هم جدي کړې دي.

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی؟