متحده ایالات نن د ۲۰۰۱م کال د یوولسم سیپتمبر د بریدونو دولسمه کالیزه لمانځي

متحده ایالات نن د ۲۰۰۱م کال د یوولسم سیپتمبر د بریدونو دولسمه کالیزه لمانځي. سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر اوباما به د چپتیا په یوه شیبه کې چې په سپینه ماڼۍ کې ترسره کیږيبرخه واخلي او پر نیویارک او واشنګټن به د یوولسم سیپتمبر د تروریستي حملو د شاخوا ۳ زرو قربانانیانو روح ته درناوی ،وړاندې کړي.

سپینه ماڼۍ وايي د ولسمشر د ملي امنیت ټیم د نن ورځې د مراسمو په لړ کې د تروریستي حملو د احتمال د مخنیوي لپاره تدابیر نیولي دي.

جمهور رئیس اوباما د سه شنبې په ورځ ددغو تدابیرو په اړه د خپل ملي امنیت له سلاکارانو سره غونډه وکړه خو دانه ده په ډاګه شوې چې پر کوم تدابیرو خبرې شوي دي.

راپورونه وايي چې؛ د امریکا د امنیت داخلي ادارې له میاشتو راهیسې د یولسم سیپتمبر د بریدونو د کالیزې د مراسمو لپاره پر امنیتي تدابیرو کار کړی دی.

امریکايي چارواکي د امنیتي تدابیرو د سختولو خبرې په داسې وخت کې کوي چې په دې ورستیو واشنګټن د القاعده شبکې د ګواښونو له امله د نړۍ په سطحه خپل ۱۹ سفارتونه او نور دیپلوماتیکې ادارې د څو ورځو لپاره تړلې وساتلې.