ایران چمتو دی چې؛ د خپل اټمي پروګرام په اړه له نړیوالو قوتونو سره معامله وکړي

د ایران ولسمشر وايي، هېواد يې چمتو دی چې د خپل اټومي پروګرام په اړه له نړیوالو قوتونو سره معامله وکړي خو حسن روحاني ویلي چې ددې کار لپاره وخت محدود دی.

حسن روحاني ویلي ایران د دواړو خواو د ګټې پر بنسټ معاملې ته چمتو دی او پیشنهاد کوي چې په دې اړه نیویارک ته دده د راتلونکې سفر پر مهال خبرې کیداۍ شي.

حسن روحاني د ملګرو ملتونو سازمان ته د وینا په هدف روانه میاشت متحده ایالاتو ته سفر کوي،خو ایراني ولسمشر ویلي اټومي پروګرام د ایران د خلکو حق دی او دې به له دې حق څخه تیر نشي.

ایران د امریکا دا تور چې وايي تهران په پټه د اټومي وسلو جوړولو پرمخ پر مخ بیايي ،رد کړی دی.