د چین ولسمشر شي جین پینګ پرون د قرغزستان پایتخت بیشکیک ته ورسید. دا قرغزستان ته د ولسمشر په توګه له ټاکل کیدو راهیسې د شي لومړنی رسمي سفر دی.
نوموړی به له خپل قرغزي سیال الماس بیک اتم باییف سره د دوه اړخیز اړیکو د پیاوړي کیدو او د همکارۍ د پراختیا پر مسالو خبرې وکړي.
د چین ولسمشر به دغه راز د شانګهای د همکارۍ د سازمان په سرمشریزه کې چې؛ د جمعی په ورځ به پرانیستل شي، برخه واخلي.
شي جین پینګ له ګاونډي هېواد ازبکستانه چیرې چې؛ هغه او د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف د ازبکستان په اساسي سکتورونو لکه د تیلو، ګازو او د یورانیمو په حوزو کې د پنځلس میلیارډ ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل، قرغزستان ته ځي.
د چین ولسمشر د دې سفر په لړکې مخکې له ترکمنستان او قراقستان څخه هم لیدنه کړې او هم یې د روسیې په سنت پترزبورګ ښارکې د جي شل په غونډه کې برخه اخیستې وه.