د افغانستان د فوتبال ملي ټیم د جنوبي اسیا د فوتبال د اتلولۍ په پای لوبه کې نن د هند له ټیم سره لوبه کوي.
د افغانستان ټیم د یکشنبې په ورځ نيپال ته يو پر صفر ماتې ورکړه او په دې سره پاى لوبې ته ووت.
د افغانستان د فوتبال د ملي ټیم ګلکیپر حمیداله یوسفزي له ازادی راډیو سره په مرکه کې وویل چې دوی د نن ورځې پای لوبې ته ښه تیاری نیولی او د ګټلو په نیت به له رقیب ټیم سره ښه لوبه وکړي.
په دغو سیالیو کې چې د جنوبي اسیا د اتو هیوادونو افغانستان، هند، پاکستان، سریلانکا، بوتان، مالدیف، بنګله دېش او نیپال ترمنځ د نیپال په مرکز کتمندو کې روانې وې، افغانستان، نیپال، سریلانکا، بوتان ته ماتې ورکړي او له مالدیف سره یې لوبه مساوي پای ته رسیدلې وه.