امرخیل: په راتلونکو انتخاباتو کې به هیچا ته د لاسوهنو اجازه ورنه کړو

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مسوولین وایي؛ په راتلوونکو انتخاباتو کې به هیچا ته د دوی په کارونو کې د لاسوهنو اجازه ورنه کړي.

د انتخاباتو کيمسیون مسئولین، چې نن د مشرانو جرګې عمومي غونډي ته د معلوماتو ورکولو لپاره ور غوښتل شوي وو؛ وویل چې د سراسري انتخاباتو لپاره یې تیاری نیولی.

د دې کمیسیون د دارالانشا رییس ضیا الحق امرخیل سناتورانو ته وویل:

"چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کاکنو په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې یو پلان یې ترتبیب کړی دی؛ چې څنګه د تقلب مخه ونیسي او دایې د تېرو ټاکنو د تجربو له مخې ترتیب کړی دی."

خو د انتخاباتو کمیسیون چارواکو د مشرانو جرګې په غونډه کې بیا هم د امنیتي ګواښونو یادونه کړې او د جدي امنیتي پلان غوښتنه یې هم کړې ده.