اوباما دسوریې د کیمیاوي وسلو په اړه د روسیې د وړاندیز هرکلی کړی

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما وایي؛ د روسیې له خوا دا وړاندیز چې د سوریې حکومت دې خپلې ټولې کیمیاوې وسلې د نړیوالو په واک کې ورکړې؛ یو مثبت پرمختګ دی. خو اندیښنه یې په دې کې ده چې؛ رژیم به دا مفکوره د ځنډ د یوه تاکتیک په ډول استعمال کړي.

جمهور رییس اوباما د دوشنبې په ورځ PBS تلویزیون سره مرکې کې وویل. د بهرنیو چارو وزیر جان کري ته یې هدایت ورکړی چې؛ له روسې چارواکو سره د کیمیاوي وسلو د ورکولو د وړاندیز په اړه خبري وکړي.

جمهور رییس بارک اوباما زیاته کړه. دا وړاندیز د روسیې له جمهور رییس ولادیمر پویتن سره د هغو خبرو دوام دی. چې څه موده وړاندې شوې وې.

دا وړاندیز په داسې حال کي شوی چې؛ د امریکا د کانګرس په سنا کې د اکثریت مشر "هیري رییډ" د دوشنبې په ورځ پر هغه سند باندې رایې ورکول وځنډول چې؛ له مخې به یې پر سوریې باندې پوځې حملې ته لار هواره شي. ټاکل شوې وه چې. سناتورانو نن په دغه سند رایې ورکړې وای. تر اوسه نه ده معلومه چې په دغه سند باندې کله او یا هم رایې ورکړل شي.

د سوریې حکومت د کیمیاوې غاز استعمال رد کړی او په مقابل کي یي پړه پر مخالفو یاغیانو اچولې ده.

په وروستۍ نظر پوښتنې کي ښودل شوې چې؛ اکثریت امریکایان پر سوریې باندې د پوځې حملې مخالفت کوي.

د سوریې حکومت د روسیې د دغه پلان چې کیمیاوي وسلې دې د نړیوالو په واک کي ورکړي. هرکلی کړی دی.