په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې په کابل کې د ژوندون تلویزیون پر دفتر د تېري ورځې حمله وغندله.
د دې ادارې د رسنیو د څار د څانګې مشر صدیق الله توحیدي نن په یوه کنفرانس کې له حکومت څخه وغوښتل چې؛ د دې حملې عاملین قانوني ادارو ته وروپژني.
همدارنګه ښاغلي توحیدي له رسنیو او خبریالانو هم غوښتي؛ چې د خپلو خپرونو او راپورونو پر وخت د ژورنالیزم اصول په پام کې ونیسي او ملي ګټو ته کار وکړي.
تیره ورځ د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود د دولسم تلین یو شمېر لمانځونکو د ژوندون پر دفتر حمله وکړه؛ خو د دې تلویزیون مسوولین وايي چې؛ چاته په کې د سر زیان نه دی رسېدلی.
نن په جلال اباد ښار کې هم لسګونو کسانو مظاهره وکړه او دا حمله یې وغندله.