روسیه: سوریه دې د خپلو کیمیاوي وسلو زېرمه نړېوالې ټولنې ته وسپاري

روسیې پر سوریې ټینګار کړی دی چې؛ د خپلو کیمیاوي وسلو زیرمه دي نړیوالې ټولنې ته وسپاري؛ څو د دې هېواد پر ضد د پوځي اقدام مخه ونیسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ په مسکو کې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر ولید المعلم سره په خبرو کې نوموړې ته دا وړاندیزکړی دی.

لاوروف وویل، مسکو په دې برخه کې د چټک او مثبت ځواب تمه لري.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم د روسیې د وړاندیز هرکلی کړی دی.

د ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت مرستیال سلاکار ټوني بلینکین ویلي؛ واشنګټن د روسیې پلان په ډیر دقت څیړي.

مسکو وروسته له دې دا وړاندیز کوي چې؛ د دوشنبې په ورځ د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کري په لندن کې وویل چې؛ د سوریې ولسمشر بشار الاسد په یوه اونۍ کې د کیمیاوي وسلو په سپارلو سره پر دې هېواد د پوځي بریدونو مخه نیولی شي.

له دې سره په تړلي یو بل پرمختګ کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ویلي؛ دې به د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا څخه وغواړي چې؛ له سوریې څخه غوښتنه وکړي، څو خپلې کیمیاوي وسلې په سوریه کې هغو سیمو ته انتقال کړي؛ چېرې چې په اسانۍ زیرمه کیدلی او له منځه وړل کیدلی شي.