رایس: په سوریه کې د امریکا هر ډول پوځي اقدام به یوه بله جګړه نه وي

د ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت سلاکارې ژمنه کړې ده چې؛ په سوریه کې د امریکا هر ډول پوځي اقدام به یوه بله جګړه نه وي.

په واشنګټن کې د خبرو پرمهال سوزن رایس وویل، د امریکا متحد ایالتونه باید په ډير دقت، مسوولیت او هدفمندۍ عمل وکړي څو د سوریې د حکومت د کیماوي وسلې د کارونې وړتیا له منځه یوسي.

نوموړې ویلي دي، واشینکټن غواړي چې، په پوځي بریدونو پسې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د سوریې د کورنۍ جګړې د ختمولو لپاره پر سیاسي هواري زور راوړي.

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما اداره هڅه کوي؛ څو د دې هیواد د کانګرس غړي او عام خلک قانع کړي چې، په سوریه کې محدود هوايي بریدونه د امریکا د ملي امنیت په ګټه دي او په دې معني نه دي چې، امریکا متحده ایالات به په یوه بله بهرنۍ جګړه کې ښکیل کړي.

کیدای شي، د امریکا کانګرس په دې اړه چې د دې بریدونو ملاتړ وکړي کنه لومړنۍ رایې ورکول د چارشنبې په ورځ ترسره کړي.