پاکستان: له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو پیلول تایید شو

په پاکستان کې د حکومت په ملاتړ د لویو سیاسي ګوندونو په کنفرانس کې له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو پیلول تایید شول.

د دوشنبې د ورځې په غونډه کې له اسلام اباد وغوښتل شول چې؛ د خپلواکې بهرنۍ پالیسۍ په رڼا کې دې؛ د دې هیواد د ملي امنیت پر ستراتیژۍ یا کړنلارې له سره غور وکړي او پر سوله او پخلاینه دې یې متمرکزه کړي.

په دې کنفرانس کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د سخت دریځۍ او تروریزم پر ضد د اسلام د هڅو په زیان وبلل شول.

په کنفرانس کې د اسلام اباد له حکومت څخه وغوښتل شول چې؛ د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په اړه دې ملګرو ملتونو سره مشوره وکړي؛ ځکه دا بریدونه د نړیوالو قوانینو څخه سرغړاوی دی.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف او د دې هېواد د پوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني مهمو پاکستاني سیاستوالو ته چې له لسو څخه د زیاتو لویو ګوندونو استازیتوب یې کاوه معلومات ورکړل.